انصار:( د لړم ۶مه)، د بلوچستان ایالتي حکومت وايي، د پاکستان د ملي احصایې ادارې (نادرا) په دغه ایالت کې ۷۰ زره پاکستاني شناختي کارتونه په دې شک چې افغانانو په جعلي ډول ترلاسه کړي، تشخیص کړي دي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون (جمعه) د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل، نادرا اوس د دغو مشکوکو شناختي کارتونو په اړه څېړنه کوي. اکثره مشکوک کارتونه د بلوچستان ایالت په چمن او قلعه عبدالله پورې تړاو لري.
د نادرا یا د پاکستان د ملي احصایې د ادارې له لوري د خلکو د شناختي کارتونو په اړه پلټنې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام برخه ده.
پاکستان اعلان کړی چې باید ټول بې اسناده افغان کډوال د روان اکتوبر تر پایه ووځي کنې پر ضد به یې اقدام وکړي.
پاکستان له وړاندې څخه د اسناد لرونکو او بې اسنادو افغانانو ځورونې او نیونې پیل کړي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28091